د مهترلام ښاروالۍ په دریمه ناحیه کې د یو تفریحي پارک مزایده وشوه

web_admin
Sun, Sep 28 2025 10:27 AM
مزايده

د مهترلام ښار په دریمه ناحیه کې د ښاروالۍ اړوند د ډاکټر احمد ظاهر د پارک د یوې برخې ځمکه چې د ځوانانو او ماشومانو د تفریح لپاره برابره شوې، نن یې د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوې کمېټې په حضور کې مزایده ترسره شوه
یاده مزایده چې د څلورو داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، په پایله کې یې عبدالرحمن د نسیم ګل زوی د میاشتې په ۶۵۵۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وپیژندل شو
د یادونې وړ ده چې د عوایدو د زیاتوالي په موخه هر کال د ښاروالۍ ملکیتونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپارل کېږي او بیا پرې مزایده او داوطلبي کېږي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS