د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

web_admin
Mon, Oct 20 2025 4:37 AM
سرک هموارکاري

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهدالله مجددي، د سرک جوړونې انجنیر احمدشاه الکوزي او د پلان جوړونې او خط اچونې انجنیر عبدالواحد محمدي په حضور کې پیل شوې
د مهترلام ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهدالله مجددي وویل، چې د یاد سرک په جوړېدو سره به نه یوازې د لغمان د  کرکټ لوبغاړو، بلکې د څلورو اړوندو تفصلي پلانونو ار یک، ار دوو، ار پنچ، او ار شش اوسېدونکو ته د تګ راتګ سهولتونه برابر شي
د لغمان د کرکټ ادارې مسؤل جمیل ستانکزی د مهترلام ښاروالۍ وروستي فعالیتونه او کارونه ستايي او وايي چې «تر دې وړاندې د سرک نشتوالي له امله لوبغاړي او د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دې سرک په جوړېدو سره به دا ستونزې له منځه ولاړې شي.»
د سیمې یو تن اوسېدونکی نجیب‌الرحمن هم وايي، چې پخوا د سرک نشتون د خلکو د ورځني ژوند یوه لویه ستونزه وه، خو اوس د ښاروالۍ د دغه اقدام له امله د تګ راتګ لپاره به اسانتیاوې برابرې شي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحيي اړوند ار سه او ار 10 تفصلي پلانونو کې د اتو فرعي سرکونو هموارکاري هم شوې چې اوس مهال خلک پرې په اسانۍ سره تګ راتګ کوي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS