مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې دویم مقام وګاټه

web_admin
Sat, Dec 20 2025 8:15 AM
واليبال

د لغمان الېنګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د غازیانو د پُل او سنګره د سرک د جوړیدو په ویاړ د ۳۲ والیبال لوبډلو ترمنځ چې کوم ټورنمېنټ جوړ شوی وو مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې پکې دویم مقام وګاټه

یایلوبه یې د مهترلام ښاروالۍ او شکیب سنګروال لوبډلو ترمنځ   ترسره شوه چې له یوې جذابې لوبې وروسته شکیب سنګروال لوبډلې لومړی او مهترلام ښاروالۍ لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ

د ټورنمېنټ مسؤلینو وویل، یادې سیالۍ یې د غازیانو د پُل او سنګره سرک د جوړیدو په موخه په لاره اچولې وې، ترڅو خلک راشي له یوه اړخه د نوي پُل او سرک د جوړیدو ننداره وکړي او له بله پلوه د والیبال له سیالیو خوند واخلي

مسؤلین زیاتوي، چې د یاد ټورنمېنټ ګټونکي لوبډلې ته د نورو جایزو، مډالونو او کپونو ترڅنګ موټرسایکل هم ورکړل شو

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS