ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې د پلو لارو د خلاصون آشر ترسره کړ

web_admin
Sat, Dec 27 2025 10:38 AM
کمېسيون

یاد کمېسیون چې مشري یې مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت کوله، د ښاري حکومتولۍ امر حاجي عباس عمري، د لومړۍ، دویمې او پنځمې ناحيې مدیرانو، د لومړۍ امنیتي حوزې آمر قاري جنت ګل او د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک په ملتیا یاد کمېسیون ترسره شو
 کمېسیون د ښار بېلابیلو ساحو کې هغه دوکاندارانو او هټیوالو چې په غیرې قانوني توګه په ترپالونو، چترۍ ګانو او نور شیانو باندې پلې لارې بندې کړې وې د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل، چې یوه اوونۍ وړاندې ټولو دوکاندارانو او د هټیو صنفونو مشرانو ته خبر ورکړ شوی وو، ترڅو پلې لارې خلاصې کړې، دا چې دوی بیا هم سرغړونه کړې وه نو د ښاریانو د شکایتونو پر اساس نن کمېسیون ترسره شوه چې ټولې لارې په بشپړ ډول خلاصې شوې
همداراز ښاروال ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به یاد کمېسیون په دوامداره توګه په مهترلام ښار کې خپل فعالیتونه کوي او سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS