د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د یو شمېر ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د تنظیف مامور عزت الله نیازي په مشرۍ، د مهترلام ښاروالۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ او دویمې ناحیو د یو شمېر ویالو، پلچکونو او عامه ساحو د پاکولو او کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
په یادو فعالیتونو کې له ویالو او پلچکونو څخه خټې، خځلې او کثافات راویستل شول، چې له امله یې د اوبو بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځېد او د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیول شوه
یاده چاره هر وخت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ښار د پاکوالي او کثافاتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي، ترڅو ښاریانو ته یو پاک او منظم چاپېریال برابر شي
