د ښاروالۍ له شعباتو څخه څارنه وشوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۸:۵
ليدنه

د کارونو د منظم او شفاف پرمخ وړلو او همداراز د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له بېلابېلو شعباتو څخه لیدنه وکړه

په یاده لیدنه کې ښاروال د شعباتو له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره خبرې وکړې او په هغوئ یې ټینګار وکړ چې خپل ورځني چارې د اصولو او لایحو مطابق، په شفاف او منظم ډول ترسره کړي او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي

ښاروال همداراز د کارکوونکو هڅې وستایلې او سپارښتنه یې وکړه چې د خلکو د خدمت په برخه کې لا زیات مسوولیت‌ احساس او همغږي ولري، تر څو د ښاروالۍ خدمات په ښه ډول وړاندې شي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ رهبري وخت پر وخت د نورو چارو ترڅنګ د ښاروالۍ له اړوندو شعباتو څخه څارنه کوي، ترڅو د چارو بهیر لا ښه، چټک او اغېزمن اوسي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۵۸
Background image

د کارونو د ښه کیفیت په موخه له پروژو څخه لیدنه وشوه

د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د بیارغونې یو شمېر پروژې روانې دي، چې د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق د ډاډ ترلاسه کولو په موخه نن مهترلام ښاروال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۸:۵
Background image

د ښاروالۍ له شعباتو څخه څارنه وشوه

د کارونو د منظم او شفاف پرمخ وړلو او همداراز د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له بېلابېلو شعباتو څخه لیدنه وکړه

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۸:۱
Background image

مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې میدان ښار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده

د لغمان الېنګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د غازیانو د پُل او سنګره د سرک د جوړیدو په ویاړ د ۳۲ والیبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوي چې مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې په نیمه پایلوبه کې خپل. . .

BACK TO NEWS