لغمان کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال د بیا جوړېدو چارې پیل شوې
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالاباد هډې په سیمه کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې
د یادې پروژې د بنسټ ډبره د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، د ښاروالۍ آمرینو، انجنیرانو، ګذر وکیلانو او د سیمې مشرانو له لوري کېښودل شوه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وویل، یاد استنادي دیوال چې ۱۲۲ متره اوږدوالی لري او همدمره سرک جوړول هم پکې شامل دي، د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په اوو میاشتو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي
نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې د پلي کېدو پر مهال به هره ورځ شاوخوا ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي
ښاروال څرګنده کړه، چې د استنادي دیوال په جوړېدو سره به سلګونه کورنۍ او د کابل ـ جلالاباد ترمینل له احتمالي سېلابونو او طبیعي آفتونو څخه تر ډېره خوندي شي
مرستیال والي، د یادې پروژې د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په لغمان کې د بیارغونې چارې په منظم ډول روانې دي او د روان کال په اوږدو کې به ګڼ شمېر نورې پروژې هم پلې شي، چې ورسره به ګڼو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي
د سیمې اوسېدونکو د استنادي دیوال د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یې کورونه او سیمه د سېلابونو او نورو طبیعي آفتونو له احتمالي زیانونو څخه تر ډېره خوندي شي
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ په ښار کې ۱۲ د بیارغونې پروژې پلې کوي چې تر اوسه د شپږ پروژو چارې عملاً پیل شوي دي
