په دریمه ناحیه کې د کانال او پلچکونو د کانکریټ اچونې چارې جریان لري
لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې نن یې د کانکریټ اچونې چارې ترسره شوې
یاد کانال چې ۸۳۰ متره اوږدوالی لري په اساسي او معیاري شکل جوړیږي چې اوس مهال یې ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي او د کانکریټ اچونې چارې یې په چټکۍ جریان لري
د یادونې وړ ده چې د یاد کانال او پلچکونو په جوړیدو سره به سیمه کې د ادارو او کورونو د فاضلابو د اوبو بهیر روان شي او یاده ساحه به له چټلیو وساتل شي
