په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې د پلان له مخې جریان لري
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالآباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري
په یاده پروژه کې د تیلو پمپ، موټرشويي، د اوبو څاه او د بدرفت څاه جوړول شامل دي، چې کارونه یې د پلان له مخې روان دي
د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې انجنیر شوکت نعیمي یې ملتیا کوله، له یادې پروژې څخه یې لیدنه وکړه او د تطبیق کوونکي شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې چارې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ یوسي
ښاروال ټینګار وکړ، چې دوی به وخت پر وخت له یادې پروژې څخه د ښه معیاري او اساسي کار کولو په موخه څارنه کوي
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې د مهترلام ښاروالۍ له لورې شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
