د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
مهترلام ښاروالۍ خپل د یو تجارتي مارکیټ دریمه برخه چې د لومړۍ ناحيې اړوند د کلیو او پراختیا ریاست غرب خواته موقیعت لري او اوس مهال پکې د ورزشي تمریناتو کلپ فعالیت کوي، په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد د نیولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ د تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري
