د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اړوندو امرینو او مدیرانو له لوري وړاندې شو
ورپسې یو شمېر مهم اداري، تخنیکي او خدماتي موضوعات د بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې
ښاروال ښاغلي عتیق د ټولو امرینو او مدیرانو له هڅو مننه وکړه او وې ویل، چې د ورسپارل شوو دندو په ترسره کولو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی
نوموړي ټینګار وکړ، چې مراجعینو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه به په مهترلام ښاروالۍ مقام کې د لمریزې برېښنا سیستم جوړ شي، ترڅو د عمومي برېښنا په نه شتون کې هم د مراجعینو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي
په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجرااتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي
