د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي
نوموړي وویل چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه نن قصابانو ته د پوستکو د نه پلورلو په موخه خبرداری ورکړ شو
هغه زیاته کړه که له دې وروسته هر چا د څارویو پوستکی د غوښي په شکل وپلوره، قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د غوښې د میده کولو ګنډې باید دشپې له لوري په خوندي ځای کې کېښودل شي او د ورځې په مهال د غوښې د ساتنې لپاره باید پر هغې پلاستیک پوښ ولګول شي تر څو له ککړتیا څخه خوندي پاتې شي
