د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
مهترلام ښاروالۍ غواړي چې د دوهمې ناحيې اړوند د لابراتوار د احاطې دیوال پروژه، د ارزیابۍ کمېټې له ګټونکي ( عبدالاحد ساختماني شرکت) سره د ( ۵۴۹۳۹۸) پنځه سوه نهه څلوېښت زره، درې سوه اته نوي افغانیو په مبلغ قرارداد کړي، که په داوطلبۍ کې ګډون کوونکي شرکتونه، کومه قانوني نیوکه لري، کولای شي خپل اعتراض په لیکلي ډول د اعلان له نشر څخه تر ۳ کاري ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو مدیریت ته وسپاري
