د دویمې ناحیې اړوند د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه ترسره شوه
هغه کثافت دانۍ چې له کثافاتو ډکې شوې وې خالي او راټول شوي کثافات یې یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
د ښاروالۍ ریاست مقام له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار د پاک او منظم ساتلو په برخه کې د ښاروالۍ تنظیف کارکوونکو سره همکاري وکړي، ترڅو پاک او منظم ښار ولرو
