د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د پلو لارو د خلاصون پراخ کمېسیون ترسره شو
د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د مهترلام ښار سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د پلو لارو د خلاصون پراخ کمېسیون ترسره شو
د یاد کمېسیون مشري د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل کوله چې په ترڅ کې یې هغه دوکاندارانو او هټیوالو چې د جنسونو، ترپالونو، میزونو او کراچیو په وسیله لارې بندې کړې وې، جنسونه یې راټول او پلې لارې په بشپړه توګه د ښاریانو پرمخ خلاصې شوې
د دویمې ناحیې مدیر وویل، یاد کمېسیون یې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي لارښونه ترسره کړ
نوموړي همداراز زیاته کړه چې د پلو لارو د خلاصون دا ډول کمېسیونونه به په دوامداره ډول ترسره کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د دویمې ناحیې اړوند پلو لارو کې کاروبار وکړي
