د مجبوراباد سیمې اوسېدونکو د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه
د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د نهم ګذر مجبوراباد سیمې یو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ له آمر الحاج عباس عمري سره په کتنه کې د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او مننه یې وکړه چې د خلکو ستونزې د حل په موخه مخامخ اوري
مشرانو د ښاري حکومتولۍ آمر څخه غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې د ګذر وکیل د دندې موده پوره شوې او باید یو بل خدمتګاره او ایمانداره شخص ورته د ګذر وکیل په توګه وټاکي، ترڅو د سیمې ستونزې او غوښتنې په وخت د ښاروالۍ ریاست مقام سره شریکې کړي
د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزو او غوښتنو ته به د امکاناتو او اړوندو اصولو له مخې رسېدنه کوي
نوموړي زیاته کړه، چې د ګذر وکیل د ټاکلو په اړه به د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق لازم اقدامات کوي
