د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره نوبتي اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د راتلونکو اختر ورځو په شپو او ورځو کې د ښار د تنظیفي او خدماتي چارو د ښه تنظیم په اړه خبرې وشوې
په ناسته کې ښاروال ټول ګډونوال خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له ټولو امرینو او مدیرانو یې وغوښتل، چې د ښه همغږۍ له مخې خپلې چارې په منظم او مؤثر ډول ترسره کړي، څو ښاریانو ته غوره خدمات وړاندې شي
ښاروال زیاته کړه، چې د تنظیف کارکوونکي باید د اختر په شپو او ورځو کې د ښار د پاکوالي لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي، ترڅو مهترلام ښار پاک، منظم او د اوسېدونکو لپاره مناسب چاپېریال ولري
نوموړي همداراز له امرینو او مدیرانو وغوښتل، چې د مراجعینو ستونزو ته په وخت رسیدنه وکړي او د خلکو کارونه پرته له ځنډ او خنډ څخه پرمخ یو
د مجلس په پای کې د ښاروال له لوري یو شمېر امرینو او مدیرانو ته مشخصې دندې وسپارل شوې، څو تر راتلونکې اداري ناستې پورې د ترسره شوو کارونو راپور د ښاروالۍ له مقام سره شریک کړي
