د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اجرأیه مدیر حاجي عابد روښان له لوري وړاندې شو.
ورپسې یو شمېر مهم اداري، تخنیکي او خدماتي موضوعات د بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې
ښاروال ښاغلي عتیق له ټولو امرینو او مدیرانو وغوښتل چې د خپل لایحو او وظایفو مطابق کارونه ترسره کړي، او همداراز د ښاروالۍ له لوري د ښار د پراختیايي پروژو چارې هم باید چټکې شي، ترڅو د کال تر پایه ټول وړاندیز شوي پروژې په خپل ټاکلي وخت په اساسي او معیاري شکل ترسره شي
په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجرااتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي
