مهترلام ښاروال د ښاروالۍ والیبال لوبډله وستایله

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴۶
والیبال

د لغمان ولایت د سراج بڼ په ورزشي میدان کې د ۱۶ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شویو سیالیو کې د مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی و، چې نن د لوبډلې له لوري یاد کپ مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ته ډالۍ شو
کپ د لوبډلې منیجر ډاکټر همایون لغماني او د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري په لاسونو ښاروال ته وسپارل شو

په همدې مناسبت مهترلام ښاروال د لوبغاړو دا بریا وستایله، هغوی ته یې د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او په راتلونکي کې یې د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ

په پای کې د ښاروالۍ والیبال لوبډلې غړو له ښاروال او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه مننه وکړه، چې وخت پر وخت ورته د تمریناتو او سیالیو لپاره مناسبې اسانتیاوې برابروي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۶:۱۳
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د اخیري سټاپ او اطفائي شاوخوا د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د اخیري سټاپ او اطفائي شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۶:۷
Background image

د مهترلام ښار د ښه نظم په موخه ښاري انظباطان خپلو دندو ته وهڅول شول

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښار د نظم او تنظیم په موخه د ښاروالۍ ښاري انظباطانو سره ناسته ترسره کړه او یاد انظباطان یې خپلو دندو ته متوجه کړل او همداراز ټینګار یې وکړ، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۶:۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم په موخه پراخ کمپاین ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطانو مدیر قاري انتظار معاذ چې ښاري انظباطانو یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې یې د ښاري نظم د تأمین په موخه پراخ کمپاین ترسره کړ

د یاد کمپاین په ترڅ کې هغه. . .

BACK TO NEWS