د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق او د عامه ځایونو د ساتنې په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۱۸
 ناسته

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، او په سرکونو او عامه ځایونو کې د ساختماني موادو د نه اچولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه
د ناستې په پیل کې د دویمې ناحیې مدیر ټولو راغلو ګذر وکیلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو او غوښتنو ته به یې پر وخت رسېدنه کېږي

نوموړي له ګذر وکیلانو وغوښتل چې د مشرتابه ټولو فرمانونو او حکمونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو ګذرونو له اوسېدونکو سره د هغو د عملي کېدو په برخه کې همکاري وکړي
 هغه همداراز د ناوړه دودونو د مخنیوي او د ګاونډیانو د حقوقو د رعایت په برخه کې د خلکو د پوهاوي پر زیاتولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ګاونډي د حریم پر لوري د کړکیو له جوړولو څخه باید په جدي توګه ډډه وشي

مولوي عبدالرحمن مزمل زیاته کړه، چې په سرکونو او عامه ځایونو کې د ساختماني موادو له اېښودلو څخه هم باید ډډه وشي، ترڅو د ښاریانو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه رامنځته نه شي او عامه ځایونه خوندي پاتې شي

په پای کې ګذر وکیلانو په وار سره خپلې خبرې وکړې، خپلې ستونزې یې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې د ناحیې د مدیریت سپارښتنې به له خپلو ګذرونو له اوسېدونکو سره شریکې او د عملي کېدو په برخه کې به یې همکاري وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۶
Background image

د محبت مارکیټ د ترمیم پروژې داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د لومړۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ د ترمیم چارې ترسره کېږي چې نن په همدې موخه داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د تعین شوې کمیټې په حضور کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۵۵
Background image

په مهترلام ښار کې د پلو لارو د بندېدو له امله اته دوکانونه مهرلاک شول

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي چې د لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو، د ښاري انظباتانو مدیر قاري انتظار معاذ د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک، د ښاروالۍ یو شمیر. . .

BACK TO NEWS