د سرسبزۍ مدیریت له لوري د ګلدانونو منظم خړوبول دوام لري

web_admin
Sat, Jun 21 2025 8:29 AM
سرسبزي چارې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د زرغونتیا او ښې منظرې د خوندي ساتلو په موخه، د تنظیم شوي پلان له مخې، هره ورځ د ښار په مختلفو برخو کې د سړک غاړو، څلور لارو او عامه ځایونو ګلدانونه د اوبو ټانګرونو له لارې خړوبیږي
یاد مدیریت هڅه کوي چې د ښار زرغونې ساحې او ګلدانونه تازه او شنه وساتي، تر څو د ښاریانو لپاره یو پاک، ارام او ښکلی چاپېریال برابر شي
یاده دې وي چې د ګلدانونو د اوبه کولو چارې هر سهار د پلان له مخې په منظم شکل ترسره کېږي

Latest news

Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

Sat, Sep 06 2025 10:15 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

Wed, Sep 03 2025 10:05 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS