مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د کابل جلال اباد له معیاري هډې(کمپلکس) له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 25 2020 6:47 AM
هده کابل جلال اباد

د سکتوري برخې انجنیرانو چې له مهترلام ښاروال سره یې د پروژې د چارو د لیدنې پر مهال ملتیا کوله، مهترلام ښاروال ته یې د پروژې معلومات وړاندې کړه. مهترلام ښاروال د پروژې روانې چارې ولیدې او د پروژې قراردادي شرکت مسولینو ته یې د کارونو د چټکتیا، معیار او کیفیت سپارښتنه وکړه او په ورته مهال یې د سکتوري برخې انجنیرانو ته دنده ورکړه چې د پروژې رغنیزې چارې وخت پر وخت و څاري، ترڅو پروژه د نقشې او ډیزاین مطابق بشپړه شي. . #مهترلام_ښاروالۍ

Latest news

Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

Sat, Sep 06 2025 10:15 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

Wed, Sep 03 2025 10:05 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS