د غصب پر وړاندې مبارزی کمیسون له لوري لس (۱۰) جریبه د غاصبینو له منګولو خلاطه شوه

Anonymous (not verified)
Sat, Oct 03 2020 8:03 AM
مبارزه با غصب

د مهترلام د ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي په مشرۍ چې د غصب په وړاندې د مخنیوي کمیسیون یې ملتیا کوله، د (R2) په تفصیلي پلان او چپرهار د ډاګ په ساحه کې یې کمیسیون ترسره کړ او (۱۰) جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړه.

مبارزه با غصب

د غصب د مخنیوي کمیسیون چې له مختلفو اداراتو تشکیل شوی ده، دوۍ وکولای شول چې د غاصبینو هغه احاطې، اطاقونه او سنګ کارۍ ونړوي چې د R2 په پلاني ساحه کې په خپل سر جوړې شوي وې.

د R2 په پلاني ساحه کې یو شمیر هغه غاصبین چې غصب هم کوي او غصب ته زمینه برابروي:

عبدالرحمن اسلام پلو د نواباد ځوانانو رئیس، افضل د محلي پولیسو د پوستې معاون، اتفاق د محلي پولیسو د قومندان فریدون ورور، دوۍ د نواباد سیمې ولسونه د کمیسیون په وړاندې راپورته کړه چې تعداد یې سل تنو ته رسیده، د کمیسیون د چارو مخنیوی وکړ، چې موضوع او راپور د کمیسیون له اړخه په لیکلي بڼه له ولایت مقام سره شریک شو.

.

#مهترلام_ښاروالۍ

 

 

Latest news

Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

Sat, Sep 06 2025 10:15 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

Wed, Sep 03 2025 10:05 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS