دښاري فرهنګ دپياوړتيا لپاره لمړي بايد په ښارونوکي فقر او غربت له منځه لاړشي.

Anonymous (not verified)
Wed, Nov 18 2020 7:26 AM
کنفرانس فرهنګ شهر نشینی

دغه وينا مهترلام ښاروال انجينر نظيف الله (الکوزي) په هغه کنفرانس کې وکړه چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له خوا په جلال اباد کې د ښاري فرهنګ د پياوړتیا په موخه په لاره کړل شوی وه.

په دغه کنفرانس کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاري حکومتولۍ رئیس محمد نصیر حمیدي ، مهترلام ښاروال انجينرنظيف الله (الکوزي) او د پینځو د ښاروالیو جلال اباد، اسداباد، پل علم او میدانښار ښاروالانو سربېره د بېلابېلو دولتي ادارو استازو ګډون درلود.

د کنفرانس په پیل کې د جلال اباد ښاروالۍ په استازیتوب د مالي او اداري چارو رئیس پروېز علي مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا او د پوهنتونونو له خوا په اړونده موضوع د طرحو لیکل او وړاندې کول یې د ټولو ښارونو لپاره یو ښه او مثبت ګام یاد کړ.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاري حکومتولۍ عمومي رئیس محمد نصیر حمیدي ددې کنفرانس موخې بیان کړې او ویې ویل: ((اوسمهال موږ په شهر کې نه، بلکې په شر کې ژوند کوو، غواړو چې له شر نه راووځو او په ښه شهر کې چې ټولې اسانتیاوې پکې موجودې وي ژوند وکړو.))

د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل د کنفرانس برخه والو ته د خپلې وینا پر وخت وویل چې دغه ډول ناستې باید یوازې ناستې پاتې نه شي او اړینه ده چې د تطبیق لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي. ښاغلي میاخېل وویل چې د ښاري فرهنګ دودونې او پیاوړتیا لپاره دې ملا امامان، رسنۍ، مدني ټولنې او اطلاعاتو او فرهنګ رياست خلکو ته د ښاري فرهنګ ارزښتونه بیان کړي.

وروسته د مهترلام ښاروال انجينر نظيف الله (الکوزي) له اجنډا سره سم دخبرو اترو برنامه کې وينا وکړه او زياته کړه چې دښاري فرهنګ د پياوړتيا په برخه کې اړينه ده چې لمړی په ښارونو کې فقر او غربت له منځه لاړ شي اوپه فکرونو کار وشي.

د کنفرانس د لومړۍ ورځې په پای کې د لغمان په استازولۍ دروښان پوهنتون محصل رحمت الله(ريحان) له خوا د ښاري فرهنګ پیاوړتیا په برخه کې لیکل شوې طرحه وړاندې شوه ،چې په عملي کولو سره به یې په ښارونو کې ښکاره بدلون رامنځته شي.

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

Latest news

Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

Sat, Sep 06 2025 10:15 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

Wed, Sep 03 2025 10:05 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS