د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۶:۳۹
ناسته

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره نوبتي اداري ناسته ترسره شوه، چې په یاده ناسته کې د ښاروال له لوري د کارونو پر شفافیت او د مراجعینو ستونزو ته په وخت رسیدنه ټینګار وش

په ناسته کې ښاروال ټول ګډونوال خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له ټولو امرینو او مدیرانو یې وغوښتل، چې د ښه همغږۍ له مخې خپلې چارې په منظم او مؤثر ډول ترسره کړي، څو ښاریانو ته غوره خدمات وړاندې شي

نوموړي همداراز له امرینو او مدیرانو وغوښتل، چې د مراجعینو ستونزو ته په وخت رسیدنه وکړي او د خلکو کارونه پرته له ځنډ او خنډ څخه پرمخ یوسي

د مجلس په پای کې د ښاروال له لوري یو شمېر امرینو او مدیرانو ته مشخصې دندې وسپارل شوې، څو تر راتلونکې اداري ناستې پورې د ترسره شوو کارونو راپور د ښاروالۍ له مقام سره شریک کړي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS