د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
داوطلبي

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د ټاکل شوې کمیټې په حضور کې د پنځه داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، چې ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته اعلان او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې امر احمد زبیر سالار وايي، چې د یادو سایه‌بانونو له جوړېدو سره به د ښاروالۍ اړوند ماشینونه، موټرونه او نور ضروري وسایط له باران، لمر او چاپېریالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي، او د هغوی د ساتنې کیفیت به لا ښه شي
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ په ښار کې د بیارغونې یوولس پروژې هم عملي کوي، چې په پرلپسې ډول به یې داوطلبیانې سره شي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS