د مهترلام ښاروالۍ د پنځو ملکیتونو ازاده مزایده ترسره شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۵:۲۴
مزایده

د مهترلام ښاروالۍ د پنځو ملکیتونو د ښاروالۍ هوټل، مسلخ ( حلالې ځای) شاپینګ مال، د ارچهار لومړی او دویم مارکیټ مزایدې ترسره شوې

د هوټل مزایده پرون چهارشنبه سهار لس بجې د مهترلام ښاروالۍ د مجلسونو په تالار کې د ۲۱ داوطلبانو ترمنځ د تعین شوې کمېټې په حضور کې وشوه چې  محمد اصف ولد عبدالقدیر د ۲۸ زره افغانیو نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمیرل شو.

همداراز بیا د مسلخ مزایده د ۱۵ داوطلبانو ترمنځ ماسپښین دوه بجې د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې ترسره شوه چې ضیاء الحق ولد نجیب الله د ۲۷۰۹۰ افغانۍ  نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو

بل خوا د شاپینګ مال مزاید د ۳ داوطلبانو ترمنځ سهار لس بجې ترسره شوه چې عرفان الله ولد حاجي محب الله د ۵۷ زره او ۵۵۰ افغانۍ نرخ ورکولو سره بریالی شو

همداراز د ارچهار لومړي مارکیټ مزایده بیا د ۵ داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه چې بشیر احمد ولد شیرعلي ۳۴ زره او ۱۰۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی اعلان شو

وروستۍ مزایده بیا د ارچهار د دویم مارکیټ د ۷ داوطلبانو ترمنځ وشوه چې محمد یوسف ولد الهام الدین د ۸۰ زره افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS