د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلانونو د خطاندازۍ چارې روانې دي
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلانونو د خط اندازۍ چارې روانې دي
د یادې خط اندازۍ چارې چې یو څه موده د هوا د ګرموالي له آمله ټکنۍ شوې وې، نن بیرته د اصلاحي او تفصلي پلان مامور انجنیر عبدالواحد محمدي له لوري د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د څپرو اصلاحي پلان کې شروع شوه
انجنیر عبدالواحد محمدي وویل، چې د څپرو د پلان د خطاندازۍ له بشپړېدو وروسته به په منظم ډول د نورو پلانونو لکه هرمل، R11، R2 او د حلقوي سړک د پلان پاتې برخې هم خطاندازي شيد یادونې وړ ده چې له یادې خط اندازۍ سره به له یوه اړخه د خلکو د سرپنا ستونزې حل شي او له بله پلوه به لس ګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي
