د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلانونو د خط‌اندازۍ چارې روانې دي

web_admin
Mon, Sep 07 2026 6:43 AM
 خط اندازۍ

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلانونو د خط اندازۍ چارې روانې دي

د یادې خط اندازۍ چارې چې یو څه موده د هوا د ګرموالي له آمله ټکنۍ شوې وې، نن بیرته د اصلاحي او تفصلي پلان مامور انجنیر عبدالواحد محمدي له لوري د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د څپرو اصلاحي پلان کې شروع شوه

انجنیر عبدالواحد محمدي وویل، چې د څپرو د پلان د خط‌اندازۍ له بشپړېدو وروسته به په منظم ډول د نورو پلانونو لکه هرمل، R11، R2 او د حلقوي سړک د پلان پاتې برخې هم خط‌اندازي شيد یادونې وړ ده چې له یادې خط اندازۍ سره به له یوه اړخه د خلکو د سرپنا ستونزې حل شي او له بله پلوه به لس ګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي

Latest news

Mon, Oct 26 2026 6:17 AM
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

Mon, Oct 26 2026 6:14 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

Thu, Oct 22 2026 7:44 AM
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS