د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۲۷
نيالګي

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه سږکال د نیالګيو کېنولو لړۍ د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د چاپېریال ساتنې رئیس حاجي احمد شاه ابراهیم، د ښاروالۍ آمرینو او یو شمیر مدیرانو له لوري پیل شوه

مهترلام ښاروال وویل، چې سږکال به د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸ زره میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې د ښاروالۍ له لوري کېنول شوي نیالګي په منظم ډول پالل شوي او ساتنه یې شوې ده

د مهترلام ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دي او وايي، چې د نیالګیو په کېنولو سره به ښار لا زرغون شي او هوا به نوره هم پاکه او سالمه شي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ هرکال د مهترلام ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه د ښار په مختلفو ساحو کې نیالګي او زینتي بوټي کېنوي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS