د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه سږکال د نیالګيو کېنولو لړۍ د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د چاپېریال ساتنې رئیس حاجي احمد شاه ابراهیم، د ښاروالۍ آمرینو او یو شمیر مدیرانو له لوري پیل شوه
مهترلام ښاروال وویل، چې سږکال به د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸ زره میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې د ښاروالۍ له لوري کېنول شوي نیالګي په منظم ډول پالل شوي او ساتنه یې شوې ده
د مهترلام ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دي او وايي، چې د نیالګیو په کېنولو سره به ښار لا زرغون شي او هوا به نوره هم پاکه او سالمه شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ هرکال د مهترلام ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه د ښار په مختلفو ساحو کې نیالګي او زینتي بوټي کېنوي
