د مهترلام ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کې د استنادي دیوال د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۵:۵۰
 استنادي دیوال

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌اباد هډې په سیمه کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې د پلان له مخې په چټکۍ سره جریان لري

یاد استنادي دیوال چې ۱۲۲ متره اوږدوالی لري او همدمره سرک جوړول هم پکې شامل دي، کارونه یې د انجنیري اصولو مطابق روان دي

د یادې پروژې د چارو د کیفیت او معیار د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي انجنیران وخت پر وخت له پروژې څخه نظارت کوي، ترڅو ټول کارونه د ټاکل شویو معیارونو او تخنیکي اصولو مطابق ترسره شي
د یادونې وړ ده چې په یاده ناحیه کې د ښاروالۍ له لوري د تیلو پمپ او موټرشويي چارې هم جریان لري چې ۹۸ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS