د مهترلام ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کې د استنادي دیوال د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالاباد هډې په سیمه کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې د پلان له مخې په چټکۍ سره جریان لري
یاد استنادي دیوال چې ۱۲۲ متره اوږدوالی لري او همدمره سرک جوړول هم پکې شامل دي، کارونه یې د انجنیري اصولو مطابق روان دي
د یادې پروژې د چارو د کیفیت او معیار د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي انجنیران وخت پر وخت له پروژې څخه نظارت کوي، ترڅو ټول کارونه د ټاکل شویو معیارونو او تخنیکي اصولو مطابق ترسره شي
د یادونې وړ ده چې په یاده ناحیه کې د ښاروالۍ له لوري د تیلو پمپ او موټرشويي چارې هم جریان لري چې ۹۸ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي
