د مهترلام ښاروالۍ له کارکوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ تدریسي نصاب په لومړۍ برخه کې ازموینه واخیستل شوه
د مهترلام ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري، د کارکوونکو د دیني پوهاوي د کچې د لوړولو او د اسلامي احکامو او نبوي سیرت ﷺ په اړه د هغوی د معلوماتو د ارزونې په موخه، د یاد ریاست له ټولو امرینو، مدیرانو او مامورینو څخه ازموینه واخیستل شوه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ازموینې په اهمیت خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې سیرت په شوق سره زده او خپلو اولادونو ته هم وښايي
د مهترلام ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مدیر مولوي محمد عثمان وویل، د ښاروالۍ ټولو آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکو ته له وړاندې د سیرت النبي ﷺ د لومړي جلد کتاب تدریس پیل شوی و، چې د زدهکړو د کچې معلومولو په موخه یې نن ازموینه واخیستل شوه
د نوموړي په وینا، د اسلامي زدهکړو او سیرت النبي ﷺ د تدریس لړۍ به دوام ولري او د اسلام د مبارک دین، د رسول اکرم ﷺ د ژوند، سیرت او ارشاداتو په اړه به د ښاروالۍ ټولو کارکوونکو ته لا زیاتې زده کړې وړاندې شي
