د مهترلام ښاروالۍ له کارکوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ تدریسي نصاب په لومړۍ برخه کې ازموینه واخیستل شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۱
 ازموینه

د مهترلام ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري، د کارکوونکو د دیني پوهاوي د کچې د لوړولو او د اسلامي احکامو او نبوي سیرت ﷺ په اړه د هغوی د معلوماتو د ارزونې په موخه، د یاد ریاست له ټولو امرینو، مدیرانو او مامورینو څخه ازموینه واخیستل شوه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ازموینې په اهمیت خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې سیرت په شوق سره زده او خپلو اولادونو ته هم وښايي

د مهترلام ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مدیر مولوي محمد عثمان وویل، د ښاروالۍ ټولو آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکو ته له وړاندې د سیرت النبي ﷺ د لومړي جلد کتاب تدریس پیل شوی و، چې د زده‌کړو د کچې معلومولو په موخه یې نن ازموینه واخیستل شوه
د نوموړي په وینا، د اسلامي زده‌کړو او سیرت النبي ﷺ د تدریس لړۍ به دوام ولري او د اسلام د مبارک دین، د رسول اکرم ﷺ د ژوند، سیرت او ارشاداتو په اړه به د ښاروالۍ ټولو کارکوونکو ته لا زیاتې زده‌ کړې وړاندې شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS