د مهترلام ښاروال او د ملي راډیو تلویزیون امر ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د لغمان ولایت د ملي راډیو تلویزیون امر قاري محمد طاهر صافي چې یو شمېر همکارانو یې ملتیا کوله له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره یې د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په پیل کې د ملي راډیو تلویزیون امر ښاروال ته د نوې دندې مبارکي وړاندې کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ښاروالۍ د پروژو، فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس په برخه کې به بشپړه همکاري کوي
مهترلام ښاروال د نوموړي له راتګ څخه مننه وکړه او مهترلام ښار یې د ټولو ګډ کور وباله
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښار د آبادۍ او پرمختګ لپاره باید ټولې ادارې په ګډه او همغږۍ سره کار وکړي
په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا، د فعالیتونو پر اغېزمن انعکاس او د خلکو د خبرتیا د لوړولو په اړه هم نظرونه تبادله شول
