د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د مهترلام ښار د قصابانو تعقیب ترسره شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۸:۱۰
قصابان

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د مهترلام ښار د قصابانو تعقیبي بهیر ترسره شو 

دا تعقیب د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي او د پنځمې ناحیې مدیر محمد منیر فاروق له لوري ترسره شو

په دې تعقیب کې له قصابانو څخه د پخواني ورکړل شوي عامه پوهاوي د تطبیق څارنه وشوه

 د ښاري حکومتولۍ آمر له قصابانو مننه وکړه چې نظافت ته یې جدي پاملرنه کړې، د غوښو د ساتنې لپاره یې پلاستیکي پوښونه کارولي او د چاپېریال ساتنې اصول یې مراعت کړي دي. 

نوموړي ټینګار وکړ چې دا بهیر به دوام ولري او وخت پر وخت به تعقیب ترسره کېږي، تر څو ښاریان له پاک او سالم چاپېریال څخه برخمن پاتې شي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS