په دویمه ناحیه کې د پارک د احاطې د جوړیدو داوطلبي ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې په دویمه ناحیه د شاپینګ مال غرب طرف ته د پارک د احاطې چارې ترسره کېږي چې نن په همدې موخه داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ښاروالۍ د تعین شوې کمیټې په حضور کې د ۱۲ داوطلبانو ترمنځ وشوه
د یادونې وړ ده چې د داوطلبۍ ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته اعلان او بیا به ورسره قرارداد وشي
