په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول
یاد بنرونه چې په بېلابېلو شعارونو سمبال دي، د ښاري حکومتولۍ امر، الحاج عباس عمري، په حضور کې ولګول شول
ښاغلي عمري د بنرونو د لګولو پر مهال له ټولو ښاریانو وغوښتل، چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي
نوموړي زیاته کړه، چې ښاریان باید خپل کثافات د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شوو کثافتدانیو کې واچوي، څو د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي یې په منظم ډول لرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن کړي
د یادونې وړ ده چې د یادو بنرونو لګولو هدف د عامه پوهاوي لوړول، د ښاریانو په منځ کې د چاپېریالي مسؤلیتونو ترویج او د مهترلام ښار د لا زرغونتیا لپاره ګډ کار کول دي