په پنځمه ناحیه ترمینل کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د تیلو پمپ د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۱
د تیلو پمپ

د مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پروژو په دوام، د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عایداتي پروژې د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

په دې پروژه کې د تیلو پمپ، موټرشویي، د اوبو څاه او د بدرفت څاه جوړول شامل دي، چې تر اوسه یې ۹۹ سلنه چارې بشپړې شوې دي
 ټاکل شوې چې پاتې چارې هم په نږدې دوو اوونیو کې بشپړې او پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وخت پر وخت د مسلکي او تخنیکي انجنیرانو په ملتیا له یادې پروژې څخه لیدنه کوي او د کارونو د ښه کیفیت په موخه ټینګار کوي

د مهترلام ښاروال په وینا، د یادې عایداتي پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د ښاروالۍ داخلي بودیجې ته هره میاشت د اټکل له مخې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ عواید اضافه شي، چې یاد عواید به د مهترلام ښار د آبادۍ، پاکوالي او زرغونتیا په برخو کې ولګول شي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS