په پنځمه ناحیه ترمینل کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د تیلو پمپ د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې
د مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پروژو په دوام، د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالآباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عایداتي پروژې د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي
په دې پروژه کې د تیلو پمپ، موټرشویي، د اوبو څاه او د بدرفت څاه جوړول شامل دي، چې تر اوسه یې ۹۹ سلنه چارې بشپړې شوې دي
ټاکل شوې چې پاتې چارې هم په نږدې دوو اوونیو کې بشپړې او پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وخت پر وخت د مسلکي او تخنیکي انجنیرانو په ملتیا له یادې پروژې څخه لیدنه کوي او د کارونو د ښه کیفیت په موخه ټینګار کوي
د مهترلام ښاروال په وینا، د یادې عایداتي پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د ښاروالۍ داخلي بودیجې ته هره میاشت د اټکل له مخې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ عواید اضافه شي، چې یاد عواید به د مهترلام ښار د آبادۍ، پاکوالي او زرغونتیا په برخو کې ولګول شي
