د مهترلام ښاروالۍ له لوري ۳۵۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې
د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې او د یونفس همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۴ پراختیايي پروژو چارې روانې دي، چې ورسره ۳۵۵۰ بېروزګاره ځوانانو ته په ورځني ډول د کار زمینه برابره شوې ده
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وايي، له یادو ۱۴ پروژو څخه ۶ پروژې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې او ۸ نورې پروژې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د یونفس همکارې مؤسسې له لوري پلي کېږي
نوموړي زیاته کړه، په دغو پروژو کې هره ورځ شاوخوا ۳۵۵۰ بېروزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې، چې له یوې خوا د پروژې په پلي کېدو کې ونډه اخلي او له بلې خوا خپلو اولادونو ته حلال رزق ګټي
ښاروال وايي، په راتلونکو څو میاشتو کې به د مهترلام ښاروالۍ او همکارو مؤسسو له لوري یو شمېر نورې پراختیايي پروژې هم پیل شي، چې په پلي کېدو سره به یې زرګونو نورو بېروزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي
