د باغ داود مارکیت افتتاح

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۵:۴۹
افتتاح

مهترلام ښاروالۍ د ۷۰ عصري هټیو په لرلو بل سوداګریز مارکیټ د حوت په ۲۸نیټه  په مهترلام ښار کې ګټې ته وسپاره.
د دغه سوداګریز مارکیټ د پرانیستې مراسمو کې لغمان والي محمد اصف ننګ، مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي او مهترلام ښاریانو برخه لرله.
د مهترلام ښاروال په وینا په دغه عصري او معیاري مارکیټ مهترلام ښاروالۍ څه باندې شل میلیونه افغانۍ لګښت کړی او د یوه کال په موده کې یې د ابادې چارې ترسره شوې.
مهترلام ښاروال وویل چې دغه ودانۍ د مهترلام ښار په لومړۍ ناحیه سلطان غازي بابا مسجد ته څېرمه په ۱۲ بسوو ځمکه، په دوو پوړو کې رغول شوې، چې ۷۰ هټۍ، دوه سیټه تشنابونه، درې د داخلیدو دروازې او په منځ کې پراخ د موټرو تم ځای لري.
د یادونې وړ دی چې دغه ځمکه له ډېرې اوږدې مودې راهیسې غصب شوې وه،چې د مهترلام ښاروال په زیار او هڅو له غصبه را خلاصه او دغه ښکلی سوداګریز مارکیټ یې پکې ورغاوه.
نوټ: د دې ودانۍ یوه اړخ ته پخوانې زړې هټۍ دي چې هټیوالو ته یې مهترلام ښاروالۍ په داخل د مارکیټ کې هټۍ ورکوي او زړې هټۍ لمنځه وړي او د مارکیټ عمومي دروازه د ښاریانو پر مخ خلاصوي.
پته: مهترلام ښار د سلطان غازی بابا زیارت ته څیرمه لومړی ناحیه 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS