د ازادي ورځی د لا ښی لمانځنۍ په اړوند د ناستو لړۍ

نن چهارشنبه د اسد میاشتی دوویشتمه نیټه له غرمی وړاندی د مهترلام ښاروالۍ په مقر کی د مختلفو ملکی اداراتو له ریسانو او نماینده ګانو سره یاده ناسته ترسره شوه
ذکر شوی ناسته کی د مهترلام ښاروالی د لومړي ناحی مدیر انجنیرذبیح الله حمیدي د خپلواکی جشن د (۱۰۱) کال د لمانځلو پر چمتووالۍ باندی د اداراتو له ریسانو او نماینده ګانو سره خبری وکړی چی څرنګه کیدای شی مالی امکانات برابرشی او اړین توکی چمتو شی تر څو په ښار او دجشن په سیمه کی کډونوالو ته خدمات وړاندی شی
ددی چمتوالۍ په لړۍ کی به د مهترلام ښار د افغانستان په ملی بیرغ او همدارنګه د ازادی داتل غازی امان الله خان په عکسونو لا ښکلی شی
پدی ناسته کی د ولایت مقام ، اقتصاد ریاست ،زراعت او مالداری ریاست ،اطلاعات او فرهنګ ریاست ،د فواید عامی ریاست او د ښاراصنافو ریس او د اداراتو نماینده ګانو چی یاده کمیټه پخوا تعین شوی ګډون کړی وه
ورپسی د وظایفو د ویش په برخه کی مربوطه اداراتو ته د هغوی ورسپارل شوی دندی د جشن د ښی لمانځنۍ په موخه ور په ګوته شوي تر څو د وخت له ضایع کیدو مخنیوی وشی او هره اداره خپله دنده پر وخت ترسره کړي چی د کمیټی ګډونوالو پخپله برخه کی امادګی او د ورسپارل شویو دندو د پرمخ بیولو ډاډ ورکړ
په درنښت
# مهترلام - ښاروالۍ