د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۶:۵۰
اداري ناسته

یاد مجلس نن شنبه د میزان میاشتې په یوويشتمه نېټه دمهترلام ښاروالۍ په مقر کې د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو

پرانیستونکې وینا مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي وکړه د تېرو مجالسو او دندو په اړوند یې معلومات ورکړل اود مجلس ګزارش یې واوریده

ورپسې د انکشافي پروژو د کارونو پر بهیر له اړونده مدیریتونو سره د ستونزو د حل په برخه کې معلومات تبادله شو مربوطه مدیرانو او په مجموع کې د ښاروالۍ پرسونل ته لازم هدایات ورکړل شو دا چې د ګرمي په موسم کې کارونه يو څه اندازه ځنډیدلې وه د هوا په ښه کېدو سره باید ګړندي شي

په ښار کې د کثافاتو او د تنظیف د چارو ښه سمون په برخه کې باید د کار وخت په دوو برخو ووېشل شي تر څو وکولای شو ښار پاک وساتو چې په دې برخه کې د ښاریانو مرسته ډیره اړینه ده او باید فاضله مواد په هغه مشخص شویو ځایونو کې واچول شي چې د ښاروالۍ له لوري تثبیت شوي دې

اداري ناسته

همدارنګه هغه پروژي چې د مالي امکاناتود نه شتون  له امله یې رغنیزې چارې دریدلي دې اړوند ستونزې حل شوي او خپل کاري بهیر به بیرته پیل کړي

مهترلام ښاروالۍ دا تعهد لري تر څو د معیاري خدماتو په وړاندې کولو سره ښاریانو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي نو د ښاریانو له همکارۍ پرته دغه چاره ممکنه نده د ښاریانو څخه زموږ خواهش دادی تر څو له ښاروالۍ سره مرستندویه اووسي

د مجلس په پای کې د پرسونل ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې د نظر تبادله وشوه او تصمیم ونیول شو تر څو په پوره همکارۍ او هماهنګۍ سره ورسپارل شوې دندې پرمخ یووسي او هیوادوالو ته د خدمت جوګه شي

غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده

په درنښت

مهترلام – ښاروالۍ

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۵:۳۸
Background image

په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري

په یاده پروژه کې د. . .

BACK TO NEWS