د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د امریت له لوري د مهترلام ښاروالۍ د مجلسونو په تالار کې د ښارجوړونې اراضي او د ښاروالۍ ریاست مامورینو ته د ارزونې د نویو فورمونو د تشریح په موخه پرزنټیشن وړاندې شو

ښاروالۍ ریاست مامورینو ته د ارزونې د نویو فورمونو د تشریح په موخه پرزنټیشن وړاندې شو.
نن یکشنبه د حوت په لسمه نیټه د مهترلام ښاروالۍ ریاست د مجلسونو په تالار کې د لغمان ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو څارنې او ارزونې د کارپوه ښاغلي سمیع الله حضرتي له لوري د مهترلام ښاروالۍ او ښارجوړونې او ځمکو ریاست امرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اجراتو د ارزونې د نوې کړنلارې د تشریح په پار د درستو معلوماتو د رسونې په موخه لکچر وړاندې شو.
په دغه لکچر کې اجراتو د ارزونې قانوني بڼې، د اجراتو د ارزونې ګټې، د اجراتو د ارزونې اصول او د اجراتو د ارزونې شرایط په عمومي معلوماتي ډول د ښاغلي حضرتي له لوري مامورینو ته تشریح کړل شول او هم د غونډې ګډونوالو ته په یوه اداره کې د هغوۍ مکلفیتونه ور په ګوته شول.
وروسته مامورینو د لکچر د ښه ارزونې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د امریت ځینې د مننې ترڅنګ د نوي ورکړل لکچر په برخه کې یو شمیر پوښتنې درلودي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ارزونې د کارپوه له لوري ورته ځوابونه وویل شول.
.
#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه