د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند کلچه پزۍ مخې ته د ویالې او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالې او پلچکونو څخه ټول کثافات راویستل شول، چې په ترڅ کې یې یو لېرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي ترڅو ښاریانو ته یو پاک چاپېریال برابر شي
