د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اجرایه مدیر عابد روښان له لوري وړاندې شو
ښاروال ښاغلي عتیق د ټولو امرینو او مدیرانو له هڅو مننه وکړه او وې ویل، چې ورسپارل شوي چارې د قانون په رڼا کې ترسره کړي
نوموړي د ښار نظم او پاکوالي باندې ټینګار وکړ او یوه ګډه کمیټه یې وټاکله ترڅو د ښار او مارکیټونو هغه پلې لارې چې د هټۍ والو او دوکاندارانو له لوري په جنسونو اېښودلو بند شوي د ښاریانو پرمخ خلاصې کړي
په پای کې ښاروال یو شمېر نورې مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجرااتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي
