د دویمې ناحیې مدیریت له لوري له ګذر وکیلانو سره د باقیاتو راټولولو په موخه ناسته ترسره شوه

web_admin
Tue, Dec 23 2025 9:27 AM
مجلس

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د ښاري خدماتو د تعرفو د وېش او د پاتې محصولاتو راټولول وو

په یاده ناسته کې د دویمې ناحیې مدیر حاجي محمد حسین الکوزي له ګذر وکیلانو وغوښتل چې په خپلو اړوندو ګذرونو کې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره د تعرفو د وېش او د باقیاتو د راټولولو په برخه کې همکاري وکړي

 نوموړي وویل، دا چې مالي کال وروستۍ ربعه ده، نو ښاریان باید خپل ښاري خدمات پر وخت تحویل کړي، تر څو د ښار د پرمختیایي او خدماتي چارو بهیر لا چټک شي.

ګذر وکیلانو د ناستې پر مهال خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره به په خپلو ګذرونو کې بشپړه همکاري کوي

د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې ۱۲ د بیارغونې پروژې پلې کوي، چې په یادو پروژو کې به ډیری خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS