د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې پلاوي له مهترلام ښاروال سره وکتل

web_admin
Sat, Sep 13 2025 9:46 AM
مجلس

د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره وکتل
په دې لیدنه کې پلاوي د خپل سفر هدف څرګند کړ او وې ویل چې دوی به د مهترلام ښار ترڅنګ په ټول لغمان کې د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق لپاره عملي اقدامات ترسره کړي
د پلاوي د معلوماتو له مخې، د یاد فرمان د عامه پوهاوي په موخه به د ښار په بیلابیلو سیمو کې بنرونه ولګول شي او د خلکو کورونو ته به هم د فرمان پیغام ورسول شي
په ۱۷مه ګڼه فرمان کې ټینګار شوی، چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو، او همداراز د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال باید له هغو ناسم او ستړیا جوړونکو دودونو څخه ډډه وشي، کوم چې د خلکو پر اقتصاد او ټولنیزو ارزښتونو ناوړه اغېز لري
ښاروال د پلاوي هرکلی وکړ، دغه اقدام یې یو نیک ګام وباله او ډاډ یې ورکړ چې د ښاروالۍ اداره به د فرمان په پلي کولو کې له پلاوي سره هر اړخیزه همکاري وکړي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS